د غزني ولایتي چارواکي وايي، چې امنیتي ادارو ددغه ولایت د قرباغ ولسوالۍ کې د دوو ملکي وګړو د وژل کیدو او دوو نورو د تښتولو د پېښې په تړاوو د یوه محلي پولیس په ګډون څلور تنه نیولي دي.
د غزني والي ویاند عارف نوري وویل" په وروستۍ یوه اوونۍ کې د غزني د محلي ادارې او امنیتي ځواکونو په هڅو، په غزني کې درې او یو محلي پولیس په کابل کې د غزني د قرباغ ولسوالۍ د شیر اباد د قضیې په تور نیولي دي".
ښاغلي نوري زیاته کړه چې د کورنیو چارو د وزارت د ارشد امنیتي مرستیال جنرال مراد علي مراد په مشرۍ یو پلاوی تېره ورځ غزني ته تللی وو او د قرباغ ولسوالۍ نه یې هم لیدنه کړې ده.
چارواکي وايي، چې د غزني د قرباغ د تېرې اوونۍ د پېښې ټول عاملین چې د دغې ولسوالۍ دوه کلي یې سره په شخړه کې واچول ونیسي او محکمې ته به یې کش کړي.
اوس د جنرال مراد علي مراد په مشرۍ یو پلاوی په سیمه کې د پېښې په څېړنه بوخت دی.
د غزني د قره باغ د ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو لا هم د غزني ښار سره نږدې خیمې وهلي او وايي، که د روانې اونۍ په اوږدو کې دې مسلې ته د حل لار ونه لټول شي، نو دوی به بیا دا لار د ترافیکو پرمخ وتړي.