دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۵۶
د مطلب کود : 159814
همایون همایون د ولسی جرګې لومړي مرستیال په حیث وټاکل شو
د افغانستان د ولسی جرګې دوهمي ورځې په ټاکنو کې همایون همایون وتوانیدل چی د دغې جرګې لمړي مرستیال په حیث وګمارل شی.
د افغان غږ خبری آژانس په ریپورت سره،د دغې جرګې د لومړي مرستیالۍ لپاره همایون همایون، نذیز احمدزی او د دوهمې مرستیالۍ لپاره محمد عبدو او عبدالله کلیمزی کاندیدان وو.
او همدا شان د لومړي منشي څوکۍ لپاره میرداد نجرابي او محمد یوسف صابر کاندیدان وو، چې یوازې همایون همایون وتوانېد د ۱۱۶ حاضرو وکیلانو له ډلې د ۱۱۰ مثبتې رأیې ترلاسه او دغه څوکۍ خپله کړي.
تېره ورځ عرفان الله عرفان د رأیو په اکثریت د دوهم منشي لپاره ټاکل شوی و.
ټاکل شوې چې د دوهمې مرستیالۍ او د لومړي منشيتوب لپاره سبا دوشنبه یو ځل بیا ټاکنې ترسره شي.
https://avapress.com/vdcdfn0foyt0kj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته