کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د یوې میرمنې په ګډون ۳ انسان تښتوونکي نیول شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 حوت 1396 ساعت 14:05

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د ددغه ولایت د مرکز جلال آباد ښار په اړوند سیمه کې د مرورې ساپۍ په نوم یوه داکتره له خپل کتنځي( معاینه خانه) تښتول شوی؛ خو د اته میاشتو ماشوم یې د تښتوونکیو له منګولو آزاد او په تور یې د یوې میرمنې په ګډون ۳ انسان تښتوونکي نیول شوي دي.



د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی ویلي؛ د ملي امنیت مؤظفینو له لورې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د یوې میرمنې په ګډون ۳ انسان تښتوونکي ونیول، چې یوه اوونۍ وړاندې یې په جلال آباد ښار کې د ډاکترې مرورې له کتنځي تښتول شوی؛ خو اته میاشتنی ماشوم یې د دوی له منګولو آزاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
نوموړي زیاته کړې، چې یوه اوونۍ وړاندې د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند په بسم الله صحت پلازې کې د داکترې مرورې ساپۍ له کتنځي څخه حمزه نومی د اته میاشتو ماشوم تښتول شوی و.
د خوږیاڼي په وینا؛ د ملي امنیت کارکوونکیو په هلو ځلو کې د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې په بیز اکمالاتي سیمه کې د یوې میرمنې په ګډون درې انسان تښتوونکي ونیول شول او د تښتوونکیو له منګولو یې یاد ماشوم ژوندی تر لاسه او خپلې کورنۍ ته وسپاره .
د یاد ماشوم پلار زرغون د ملي امنیت زړورو منسوبینو څخه مننه وکړه، چې معصوم ماشوم یې ورته د تښتوونکیو له منګولو روغ رمټ ژغورلی او دوی ته یې د سپارلو ترڅنګ انسان تښتوونکي هم ونیول .
درې وسله وال طالبان ووژل شول او ۵ شکمن کسان ونیول شول .
دغه راز د دغه دفتر د یوې بلې خبرپاڼې له مخې؛ د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په غلام ډاک سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو په عملیاتو کې ۳ وسلوال طالبان وژل شوي او ۵ شکمن کسان ژوندي نیول شوي دي.
ویل کیږي، چې د دغو عملیاتو پر مهال د وسلوالو طالبانو دوه موتر سایکلونه او یو شمېر مهمات هم لمنځه وړل شوي او یو میل کلاشینکوف هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په ترسره شوو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .
د یادونې وړ ده، چې د هېواد په بېبلابېلو سیمو کې جنایي جرمونه او د انسان تښتونې پېښې ډېرې شوې دي.
 


د مطلب کود: 159817

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159817/په-ننګرهار-کې-د-یوې-میرمنې-ګډون-۳-انسان-تښتوونکي-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com