دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۵۰
د مطلب کود : 159841
په میدان وردګو کې د حقاني شبکې دوه مهم ډلمشران ونیول شول
په مرکز میدان وردګو ولایت کې د حقاني ترهګرې شبکې دوه مهم قوماندانان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د حقاني ترهګرې شبکې پنځه غړي د سید اباد ولسوالی له مربوطاتو څخه نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په نیول شویو کې د عبیدالله او عبدالحق په نوم د حقاني شبکې دوه مهم قوماندانان هم شامل دي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، د حقاني شبکې یو بل مهم غړی چې د ماینونو په جوړولو کې خاص مهارت لري، هم د نیول شوي کسانو په ډله کې شامل دی.
د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې د حقاني شبکې په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
میدان وردګو ولایت د افغانستان په مرکز کې د هېواد له نسبتاً ناامنه او د طالبانو د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو پر ضد د هېواد په بېلا بېل نا امن سیمو کې پوځي عملیات جریان لري.
 
https://avapress.com/vdcdon0ffyt0kj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته