د فراه د والي ویاند ناصر مهري ویلي طالبانو تیره شپه دغه ولسوالي نیولي، خو د سرتیرو دتلفاتو په اړه یې نه ونه ویل.
په هغو انځورونه کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، ښکاري چې طالبانو له دولتي وسایطو سره د ولسوالۍ شاوخوا میشت شوي دي.
د سیمې عیني شاهدان وایي طالبانو د ولسوالۍ ځیني برخې سوزولي او خلک له سیمې څخه د تیښتې په حال کې دي.
فراه د هیواد په لویدیځ کې له ناامنو ولایتونوڅخه دی، چې وسله وال مخالفین یې په ځینو برخو کې پراخ فعالیت کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)