دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 159878
د افغان قاچاق وړونکو او پرمختللې وسلو د نیولو په اړه د پاکستان ادعاوې
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د تورخم په مربوطاتو کې دوه تنه افغان قاچاق وړونکي نیول شوي او یو شمېر پرمختللي وسلې د پاکستاني امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د پاکستان پوځ د ملیشې ځواکونو یوه سرچېنه رسنیو ته ویلي، چې یو شمېر قاچاق وړونکو هغه مهال د امنیتي ځواکونو ونیول شول کله چې دوی غوښتل له افغانستانه ۲۰ پرمختللې وسلې پاکستان ته قاچاق کړي.
په سیمه کې د پاکستان حکومت یوه چارواکی محریز علي رضا وایي، د افغانستان د ننګرهار ولایت اړوند له یوې موټر څخه ۲۰ پرمختللې سنایپر وسلې د پاکستاني امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
نوموړی زیاته کړه، چې د وسلو د قاچاق په تړاو دوه تنه افغان وګړي نیول شوي او په لنډي کوتل سیمه کې تر پوښتنې لاندې دي.
د رضا په وینا، د نیولو شویو وسلو ارزښت کابو ۲۸ میلیون پاکستاني روپیو ته رسېږي او هر وسله کابو ۱،۴ میلیون ارزښت لري.
افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو دا لومړی ځل نه ده چې د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې مشکوک کسان د وسلو د قاچاق او نورو جنایي او ترهګریزې کړنو په تړاو نیول کیږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd5n0fjyt0kj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته