کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حکومت سولې وړاندیز ته د طالبانو پر نه ځواب د عبدالله نیوکه

21 حوت 1396 ساعت 12:44

اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله نن(دوشنبې د کب۲۱مه) د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل چې د ملي یووالي حکومت طالبانو ته د هېواد سولې او ټیکاو رسېدو په موخه وړاندېز وکړ، خو دې ډلې ورته مثبت ځواب نه دی ویلی.



اجرائیه رئيس همداراز په نږدې وختونو کې د بلخ ګوښه شوي والي سره په نېږدې وخت کې د هواري خبر ورکوي.
ښاغلي عبدالله په دې ناسته کې روان کال د خلکو لپاره له لوړو ژورو ډک وباله او زیاته یې کړه چې حکومت به هڅه وکړي ترڅو نوي کال کې خپلې ژمنې پلې کړي.
ده وړاندې وویل:«د نوي ځواک، پياوړي هوډ او متین عزم سره به انشاالله په راتلونکي کال کې د خلکو په خدمت کې ووسو. خلک حق لري او توقع لري چې حکومت ډېر کار وکړي.»
عبدالله همداراز زیاتوي:«هغه کسان چې د سولې پیغام ردوي، له یو بل سره پر خیانت لاس پورې کوي لکه څنګه چې تېره جمعه یې په کابل کې پر جنایت لاس پورې کړ، دوی به د افغانستان تیاره تاریخ کې ځای ولري.»
اجرائیه رئیس هېواد کې د سولې ته د رسیدو لار په سیاسي حل لارو کې بولي او زیاتوي چې که سیاسي یووالی رامنځته شي نو په هېواد کې به سوله تضمین شي.
نوموړي په دې اړه وویل:«د سیاسي ستونزو حل د سولې لپاره مهم دي. په هره اندازه چې یووالی وي سوله به تضمین شي. دبلخ ولایت په اړه هم مسایل چې وو د هوارۍ په حال کې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د کابل بهیر وروستۍ ناسته طالبانو ته د سولې وړاندیز وکړ.
 


د مطلب کود: 159883

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159883/د-حکومت-سولې-وړاندیز-ته-طالبانو-پر-نه-ځواب-عبدالله-نیوکه

آوا
  https://www.avapress.com