کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روانې اونۍ په بهیر کې شاوخوا ۹،۹ میلیونه ماشومان د افغانستان په ټولیو ولایتونو کې د پولیو په وړاندې واکسین کیږي

21 حوت 1396 ساعت 13:01


د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د عامې روغتیا وزارت د یونیسف او د روغتیا نړیوالې ادارې په مرسته نن د روان زیږدیز کال د پولیو ضد واکسین کمپاین لومړنی پړاو په لاره اچوي. په دې کمپاین،کې چې د مارچ د ۱۶ نیټې پورې دوام مومي، شاوخوا ۹،۹ میلیونه د پنځو کالو کم عمره ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین کیږي او شاوخو ۸،۹  میلیونه ماشومانو ته، چې د ۶ میاشتو نه تر ۵ کالو عمر ولري، د ناروغيو په وړاندې دهغوی د بدن د مقاومت لوړلو په خاطر، د ویټامین ( A)  کپسولونه ورکول کیږي. 
د ویټامین ( A)  کپسولونه په ماشومانو کې د اسهالاتو یا نس ناستې او شري (سرخکان) پیښې راټیټوي او همدارنګه د شب کورۍ او کوڼ توب مخه نیسي. تر ټولو مهمه دا چې د ویټامین ( A)  کپسولونه د ماشومانو د ژوندي پاتې کیدو چانس د ۱۲ ٪ څخه تر ۲۴٪ پورې لوړوي.
ددې کمپاین په پرانیست غونډه کې دعامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کوونکو مرستیا ډاکټر فدا محمد پیکان وویل: د پولیو وایرس اوس مهال زمونږ د تمرکز وړ سیمو کې شتون لري او مونږ هیله لرو چې د پولیو  پيښې، چې یو مهال په هرځای کې رامنځته کیدې، د پراخو او ګړندیو هڅو په پایله کې نور یې شاهد ونه اوسیږو.  دامهال د افغانستان ۹۸ سلنه خاوره د پولیو څخه پاکه شوې ده او دا دې هیواد لپاره چې د ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ دی، ستر بری ښيي او مونږ ته دا هیله را بښي چې په نږدې راتلونکي کې په ټول هیواد کې ددې بدمرغې ناروغۍ ټغر ټول شي.
د پولیو واکسین په بشپړه توګه خوندي دی او هیڅ کوم جانبي عوارض نلري. ددې واکسین ورکول ناروغو او نوي زیږیدلي ماشومانو ته لازیات اړین دی، ځکه دهغوی د بدن مقاومت ددې ناروغۍ پروړاندې کمزوری دی، او که چیرې واکسین نشی، په ډیرې اسانۍ سره ددې ناورغۍ ښکار ګرځي.
د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان سرپرست مسئول ډاکټر پیتا چیک ویدز وویل:  د پولیو واکسین دغه سرتاسري کمپاین په ۲۰۱۸ کال کې مونږ ته ډیر یو مهم فرصت دی. سره له دې چې په ټول هیواد د پولیو ویروس په وړاندې د وګړو د معافیت کچه په لوړه پیمانه ترلاسه شوې، خو لاهم دغه ویروس د سویل او ختیځ  په ځينو ولسوالیو کې سرایت لري. هغه ماشومان چې د حرکت په حال کې دي ( بیځایه شوي او کوچیان) زموږ د ځانګړې پاملرنې په محراق کې واقع دي، او مونږ خپلې هڅې په دې خاطر ګړندي کړي دي چې هر ماشوم ته پرته له دې چې چیرته ژوند کوي، د پولیو ضد واکسین د دوو څاڅکو سره ورشو.   
دغه کمپاین په ټول هیواد کې شاوخوا د ۷۰ زره د پولیو کمپاین ژمنو کارکوونکو په مټ پلی کیږي، چې هغوی په خپلو سیمو کې کور په کور ګرځي،  ترڅو ماشومان واکسین کړي. د همدغه اونۍ د جمعې په ورځ واکسیناتوران بیا هغو کورنو ته ورځي، کوم چې ماشومان یې د کمپاین په دریو لومړنیو ورځو کې د کوم لامل له کبله د واکسین څخه پاتې شوي وي. هغوی ددې پاتې شویو ماشومانو په واکسین کولو سره ځانونه ډاډه کوي چې هیڅ ماشوم د واکسین څخه بې برخې پاتې شوی نه وي.
د یونیسف ادارې استازې میرمن آدل خضر وویل: "  مونږ هیڅ کله هم د پولیو پای ته رسیدو ته دومره نه وه نږدې شوي، او  زه د ټولو کورنیو څخه غوښتنه کوم چې ددې اونۍ په بهیر کې خپل ماشومان په یقیني توګه واکسین کړي، ترڅو هغوی وشي کولای خپل روښانه او سالمه راتلونکی پیل کړي او ددې وایرس په وړاندې خوندي شي.
د پولیو واکسین د هیواد او نړۍ په کچه د سترو دیني عالمانو له خوا تائید شوی، او ورکول یې ماشومانو ته د هغوی د روغتیا خوندي ساتلو لپاره، د والدینو یو شرعي واجب بللی دی. په روان زیږدیز کال کې تر دې دمه د پولیو درې پيښې رامنځته شوي، چې یوه یې له ننګرهار او دوه پيښې له قندهار ولایت څخه راپور شوي دي.
 


د مطلب کود: 159886

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159886/د-روانې-اونۍ-په-بهیر-کې-شاوخوا-۹-میلیونه-ماشومان-افغانستان-ټولیو-ولایتونو-پولیو-وړاندې-واکسین-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com