دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۵۸
د مطلب کود : 159894
ځینې حکومتي چارواکي پر رسنیو د نفوذ غوښتونکي دي
د افغانستان له آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې( نی) په ډاګه کړې، چې ځینې حکومتي چارواکي پر رسنیو د مستقیم نفوذ غوښتونکي شوي دي.

دغه بنسټ څرګنده کړې، چې یو شمېر حکومتي بنسټونو خبرتیاوو ته د لاسرسي له قانونه سرغړونې کړي او رسنیو ته یې د څرګندونو په وړاندې کولو کې محافظ کاري کړې ده.
د ولسمشرۍ د دفتر ویاند د دغو څرګندونو د رد تر څنګ وایي، چې د افغانستان له  آزادو رسنیو د ملاتړ اداره سیاسي عمل کوي.
د ملي وحدت حکومت تل د رسنیو لخوا تر نیوکو لاندې راغلی او د خبریالانو بنسټونو ویلي، چې ځینې حکومتي ادارې خبرتیاوو ته د لاسرسي په وړاندې خنډونه جوړوي او د خبریالانو د حقوقي مسلو په حل کې هم پاتې راغلي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb99b8arhbswp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته