دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۲۷
د مطلب کود : 159928
په تېرو ۱۶ کلونو کې ۱۱۱ زره کسان وژل شوي
د امریکا د یوه پوهنتون څېړنو په ډاګه کړې؛ په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال تر نیمایي پورې یو سل و یوولس زره کسان وژل شوي دي.

د امریکا واتسن پوهنتون په دغه څېړنه کې راغلي، چې په افغانستان کې د روانې جګړې په ۶ زره ورځو کې ۴۲ زره وسلوال طالبان، ۳۱ زره ولسي وګړي، ۳۰ زره افغان سرتېري، شپږ زره امریکایي سرتېري او قراردادیان او ۱۱۰۰ د ناتو سرتېري وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت پخوانی وزیر عمر داوود زی په هېواد کې اوسني ورځني تلفات له شرمه ډک بولي او وایي، چې د کره څرګندونو له مخې زمونږ د پوځي تلفاتو اوسط ۱۰۰ دی.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری د ولسي مرګ و ژوبلې پړه پر وسلوالو مخالفینو وراچوي او وایي؛ دغه ارقام، چې د امریکا یو بنسټ خپاره کړي رسمي بڼه نلري او مونږ دغه راپور نه ردوو او نه یې تائيدوو!
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش پورتني خپاره شوي ارقام نه مني او وایي؛ هغه سرچینې، چې یاد پوهنتون ته یې ارقام وړاندې کړي څرګندې شوې نه دي او په کې پټې پاتې شوي دي.   
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویاند بلال صدیقي هم د ولسي وګړیو پر تلفاتو او له بشري حقونو څخه پر سرغړونه اندېښنه ښيي او له حکومت څخه غواړي، چې د قانون حاکمیت ته زمینه برابره کړي.
امریکا د خپل تاریخ په تر ټولو اوږده جګړه کې ښکېل شوې، چې له اووه لس کلونو اوړي او اوس هم زرګونه امریکايي سرتېري له افغان سرتېرو سره اوږه پر اوږه د وسلوالو مخالفینو پر وړاندې جګړه کوي.
امریکا نیت لري، چې په راتلونکیو څو میاشتو کې د خپلو سرتېرو شمېره له څوارلس څخه اووه لس زره ته لوړه کړي.
 
https://avapress.com/vdcj8hevouqeihz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته