کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار کې امریکایی ځواکونه پر طالبانو باندی درنه بمباریي کړې

21 حوت 1396 ساعت 21:59

په کندهار کې سیمه ایز چارواکې وایی، خارجی ځواکونه د وسله والو طالبانو ډله ایز برید په وړاندی هغوی مواضعو باندی بریدونه کړې.


ددی بریدونو په ترڅ کې ۲۵ تنه وسله وال وژل شوی دی.

ضیا درانی د کندهار ولایت امنیه قومانداني ویاند وایي، د وسله والو طالبانو پر مواضعو تازه هوایي بریدونه د کندهار-ارزګان پر لویه لاره ترسره شوي.
هغه وویل، چې تېره شپه ناوخته ګڼ شمېر وسله والو د کندهار-ارزګان د لویې لارې په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډلییز بریدونه پیل کړل.
هغه وایي، په افغانستان کې امریکایي ځواکونو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ هوایي بریدونه ترسره کړل چې په ترڅ کې ۲۵ وسله وال وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
ښاغلي دراني دا هم وویل، چې د وسله والو طالبانو د بریدنو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دي رسېدلي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 159942

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159942/په-کندهار-کې-امریکایی-ځواکونه-پر-طالبانو-باندی-درنه-بمباریي-کړې

آوا
  https://www.avapress.com