کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله عبدالله: د ارګ او عطامحمد نور ترمنځ شخړي د حلیدو په حال کې دي

21 حوت 1396 ساعت 22:18

د افغانستان ملی وحدت حکومت اجرائیه مشر وایی چی ارګ او عطامحمد نور ترمنځ مشکلات د حلیدو په حال کې دی.


د آوا په ګزارش سره:اجرائیه رييس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې د دوشنبې پر ورځ(د کب ۲۱) په ډاګه کړه، چې د ارګ او عطا محمد نور تر منځ پیل شوې شخړه پای ته رسیدونکې ده او په نوي کال کې به پای ته ورسیږي.

دغه راز ښاغلی عبدالله په عادلانه او پایداره سوله ټينګار کوي؛ خو وسلوالو طالبانو د ملي وحدت حکومت د سولې وړاندیز ته غبرګون نه دی ښودلی.
عبدالله عبدالله وویل چې تر اوسه وسلوالو طالبانو د دوی د سولې طرحې ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو هیله لری، چې په راتلونکي کال کې به افغانان د سولې په اړه د یوالي شاهدان وي.
د ژمي له پای ته رسیدو سره سم د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی، چې د وزیرانو شورا په غونډه کې پرې عبدالله عبدالله خپله اندېښنه هم څرګنده کړه او وایي، چې په فراه، تخار، فاریاب او د دایکندي په ځینو سیمو کې مو د امنیتي ځواکونو تلفات لرل.


د مطلب کود: 159943

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159943/عبدالله-د-ارګ-او-عطامحمد-نور-ترمنځ-شخړي-حلیدو-په-حال-کې-دي

آوا
  https://www.avapress.com