دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 159955
د امریکا دفاع وزیر په ناڅاپي سفر کابل ته ورسېد
د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر جیمز مټیس په یوه ناڅاپي سفر نن کابل ته ورسېد
ښاغلي مټیس کابل ته د خپل سفر مخکې خبریالانو ته ویلي وو، چې د سولې خبرو اترو لپاره د طالبانو له لورې د لیوالتیا نښې لیدل شوې ده.
د رویټیر د خبرې اژانس د خبر له مخې، ښاغلي مټیس ویلي چې د وسله والو طالبانو ځېنو کړیو د سولې د خبرو لپاره لیوالتیا ښودلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره چمتووالی نه دی ښودلی که هم افغان چارواکي وایي ملي یووالي حکومت چمتو دی چې وسله وال طالبان د یو سیاسي ګوند په توګه وپیژني.
خو وسله وال طالبان یوازې له امریکا سره د مستقیمو خبرو په هکله پر خپلې غوښتنې ټینګار  کوي.
  جنوبي او منځنۍ آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیالې الاس ویلز له دې وړاندې ویلي وو، چې د وسله والو طالبانو مشرتابه دې د ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د پلان په اړه جدي غور وکړي.
اغلي ویلز وایي د موجود ستونزو او تاوتریخوالو د حل په موخه د سولییزې تکلارې لپاره یو اجماع وجود لري خو نوموړې ټینګار وکړ چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت د جنوبي اسیا لپاره د نوې ستراتيژي پلي کولو ته ژمن دی او امریکا به هیڅکله طالبانو ته اجازه ورنه کړي چې د جګړې په ډګر کې بریا ترلاسه کړي.
 
https://avapress.com/vdcjiheviuqeihz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته