دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۲۰
د مطلب کود : 159963
روسیه غواري افغان هوایي پوځ ته چورلکې ورکړي
د روسیې حکومت چارواکي وایي، مسکو غواري افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته روسي چورلکې ورکړي په داسې حال کې چې واشنګټن غواري امریکایي الوتکې د افغان هوایي پوځ ته په واک کې ورکړي.
د پوځي همکاریو په برخه کې د روسیې ولسمشر سلاکار ولادیمیر کوژین رسنیو ته ویلي، چې په افغانستان کې د افغان هوایي ځواکونو په لیکو کې د روسې الوتکو د کار د دوام لپاره هلې ځلې روانې دي.
نوموړی زیاته کړه، چې د فشارونو له امله دا مهال افغان هوایي ځواکونه له امریکایي چورلکو کار اخلي.
په همدې حال کې په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر ماتیڅکی ادعا کوي، چې د افغان هوایي پوځ لپاره د غربي هېوادونو د پروګرامونو سره سم افغان حکومت لا هم له روسي چورلکو د ګټې اخیستلو لیوالتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او د افغانستان متحدین د امنیتي او دفاعي ځواکونو، په خاصه توګه هوایي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره یې خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
د افغان حکومت او ناټو چارواکي وایي، د افغانستان د هوایي ځواکونو د الوتکو شمېر او جورښت به یې تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې درې برابره شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciq3azpt1aw32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته