کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کرنې وزیر، د ننګرهار شپږو ولسوالیو لپاره د ۲۲.۱ میلیون ډالرو په ارزښت د یوې پروژې پرانسته وکړه

22 حوت 1396 ساعت 15:59

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني د خپل ولایتي سفرونو په دوام، ننګرهار ولایت ته په یوه سفر کې په دې ولایت کې د «د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا» د پروژې د عملي کار د پیل پرانسته وکړه.


دغه پروژه چې ټولیز لګښت یې ۲۲.۱ میلیون ډالرده د ننګرهار ولایت په شپږو ولسوالیو کې د درېوو کلونو په لړ کې پلي کیږي.
د «د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا» پروژه د امریکا د نړیوالو چارو د ادارې د قانون د تنفیذ او له مخدره توکو سره د مبارزې د څانګې له خوا تمویل او د ملګرو ملتونو د پراختیایي سازمان د ادارې له لارې لګول کیږي.
دغه پروژه د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا، د کرنې پراختیا او د کوکنارو د کښت د بدیل د پېژندنې په پار د ننګرهار ولایت په خوګیانو، شیرزاد، چپرهار، رودات، اچین او کوټ ولسوالیو کې پلي کیږي.
په هغه خبري ناسته کې چې د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو او د ننګرهار ولایت یو شمېر بزګرانو شتون درلود نصیر احمد دراني وویل، دغه پروژه به عملاً په جنګ ځپلو کلیو کې، چې په ډېری ځمکو کې یې کوکنار کرل کیږي په کار پیل وکړي. ښاغلي دراني وویل: «له هغې ژمنې سر سم چې دوه میاشت مخکې مې له تاسو سره درلود، د کرنې د پراختیا او د کوکنارو د کښت څخه د مخنیوي په خاطر د ۱۹۵ سوداګریزو شنوخونو د قرارداد په لاسلیکولو سره عملاً د دې پروژې چارې د ننګرهار په هغو شپږو ولسوالیو کې، چې لږ پراختیایي کارونه په کې شوي دي افتتاح کوو.»
دکرنې وزیر وویل: «په دې مکلف یو چې په زیانمنو او محرومو سیمو کې پروژې پلي کړو، ولس او بزګران دې باید د دغو پروژو په پلي کولو کې له مونږ سره مرسته وکړي، ترڅو په افغانستان کې د ټولو کورنیو اقتصاد ښه شي.»
ښاغلي دراني زیاته کړه، چې د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژه د کرنیز ځنځیره یي ارزښت په پار، د بڼوالۍ د ارزښتناکو محصولاتو د پیاوړتیا، کورینو او بهرنیو بازارونوته د لاس رسی زمینې برابرولو، کرنیزې بنسټونو جوړولو، د پروسس مرکزونه، زېرمتونونه او د اوبولګولو سیسټومونو د جوړولو په برخو کې به د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې له بڼوالو او بزګرانو سره مرسته کوي.
د ننګرهار والي ګلاب منګل په دې ولایت کې د کرنې وزارت له خوا د پراختیایي پروژو د پلي کولو په پار د کرنې له وزیر څخه د ستاینې او مننې ترڅنګ وویل، چې کرنې وزارت په دې ولایت کې د کرنې، بڼوالۍ، د چرګانو د روزنې، شنوخونو او اوبولګولو په برخو کې ارزښتناکې کړنې ترسره کړی دی. ښاغلي منګل همدارزا وړاندیز وکړ، چې په ننګرهار کې د کرنې د سکټور ستونزه، د میوو لپاره د سړوخونو او د پروسس د مرکزنونو نشتون دي. هغه وویل، د کرنې له وزارت څخه غواړو چې یادې ستونزې ته پاملرنه وکړي.
د ننګرهار والي وویل، نوی پروژه د دې ترڅنګ چې کولای شي کرنې او بڼوالۍ ته پراختیا ورکړي، په شپږو ولسوالیو کې کارې زمینې برابروي او په دغو سیمو کې د امنیت او ثبات ترڅنګ نورو ودانیزو چارو ته هم زمینې برابروي.
په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا مرستیال داکټر لعل محمد وویل، کله چې نصیر دراني د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر په توګه کار کول د کلیوالو خلکو د ژوند د ښه کولو په پار یې ډېرې هلې ځلې وکړې. اوس په کرنې وزارت کې هم په جدیت او سرعت سره د کلیو د پراختیا او زیربناوو پر رغولو کار کوي. هغه وویل د دې لپاره چې ننګرهار د میوو او سبو د تولید مرکز دی، د میوو او سبو پراختیا د وارداتو د کچې د ټېتولو او د صادراتو د زیاتوالی سبب کیږي.
په ورته وخت کې د ننګرهار یو تن قومي مشر حاجي حیات وویل: «په افغانستان کې پر ځان د بسیاکېدو اصلي لامل د کرنې په برخه کې پانګونه ده او ننګرهار په دې برخه کې د پانګونې لپاره یو ښه مرکز دی.»
 


د مطلب کود: 159989

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159989/کرنې-وزیر-د-ننګرهار-شپږو-ولسوالیو-لپاره-۲۲-۱-میلیون-ډالرو-په-ارزښت-یوې-پروژې-پرانسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com