کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان طالبانو مشهور قومانده وو څخه د ملا نانی آزادیدنه په پاکستان کې

23 حوت 1396 ساعت 9:10

پاکستانی رسنیو هڅو په لړ کې چی د افغانستان د سولې پروسی څخه ملاتړ په برخه کې کړی، ددی هیواد حکومت، احمدالله مطیع مشهور په ملا نانی، د طالبانو یو مشهور او کلیدی قوماندان د بند څخه آزادی کړی دی.




د آوا په ګزارش سره، مخکې له دی د پاکستان حکومت ملا برادر، د ملا عمر معاون او ځینی نور کلیدی د طالبانو څخه چی ټوله افغانستان سره سولې لپاره تمایل درلود، نیولی وو، خو اوس لیدل کیږی چی دا هیواد د طالبانو یو مشهور قومانده د سولې د پروسی سره مرستې لپاره آزادوی.
دیلی تایمز ورځپاڼه د افغانستان طالبانو څخه په نقل سره ویلی چی ملا نانی د پاکستان حکومت له لوری دوه ورځې مخکې آزاد شوی دی، خو په دی برخه کې نور جزئیات نه دی ارایه شوی.
طالبان ویلی دی، ملا نانی چی طالبانو حکومت کې د عدلیه وزیر او استخباراتو وزیر وو، د ۲۰۱۶ کال اکتوبر میاشت کې د پاکستان حکومت له لوری د بلوچستان په ایالت کې نیول شوی وو.
تراوسه پاکستان حکومت په دی اړه جزئیات نه دی ورکړی، خو دیلی تایمز ورځپاڼه لیکلی دی چی شاید پاکستان ددی لپاره ملا نانی آزاد کړی وو چی د افغانستان سولې پروسی سره مرسته وکړی.
 


د مطلب کود: 160013

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160013/د-افغانستان-طالبانو-مشهور-قومانده-وو-څخه-ملا-نانی-آزادیدنه-په-پاکستان-کې

آوا
  https://www.avapress.com