کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مشرانو جرګه: داعش لیږد په اړه اوازې د سولې پروسی په وړاندی خنډ رامنځته کوی

23 حوت 1396 ساعت 8:28

د افغانستان مشرانو جرګی غړي د ایران بهرنیو چارو وزیر ادعا اندېښنې وړبولی چی وویل امریکا د هلیکوپټرو په واسطه داعش ځواکونه افغانستان نامعلومو سیمو ته لیږدوی.


 

په افغانستان کې د داعش د حضور او تمویل په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف څرګندونې د افغانستان د مشرانو جرګې تند غبرګون راپارولی.
د دغې جرګې د سې شنبې ورځې په ناسته کې یو شمېر سناتورانو وویل، ایران د خپلې دغې ادعا په اړه باید مؤثق اسناد وړاندې کړي.
تر دې وړاندې روسیې هم اندېښنه ښودلې چې نامعلومې هلیکوپټرې افغانستان ته داعش جنګیالي او په لوېدیځ کې جوړې شوې وسلې انتقالوي.
خو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د کابل پروسې په یوې تخنیکي ناسته کې د څه باندې ۲۵ هېوادونو استازو ته د داعش او دا چې نامعلومې هلیکوپټرې دوی ته وسلې لېږدوي، د معلومولو لپاره د سیمه ایزو څیړنو غوښتونکې شوی دی.


د مطلب کود: 160018

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160018/مشرانو-جرګه-داعش-لیږد-په-اړه-اوازې-د-سولې-پروسی-وړاندی-خنډ-رامنځته-کوی

آوا
  https://www.avapress.com