دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۲۸
د مطلب کود : 160018
مشرانو جرګه: داعش لیږد په اړه اوازې د سولې پروسی په وړاندی خنډ رامنځته کوی
د افغانستان مشرانو جرګی غړي د ایران بهرنیو چارو وزیر ادعا اندېښنې وړبولی چی وویل امریکا د هلیکوپټرو په واسطه داعش ځواکونه افغانستان نامعلومو سیمو ته لیږدوی.
 
په افغانستان کې د داعش د حضور او تمویل په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف څرګندونې د افغانستان د مشرانو جرګې تند غبرګون راپارولی.
د دغې جرګې د سې شنبې ورځې په ناسته کې یو شمېر سناتورانو وویل، ایران د خپلې دغې ادعا په اړه باید مؤثق اسناد وړاندې کړي.
تر دې وړاندې روسیې هم اندېښنه ښودلې چې نامعلومې هلیکوپټرې افغانستان ته داعش جنګیالي او په لوېدیځ کې جوړې شوې وسلې انتقالوي.
خو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د کابل پروسې په یوې تخنیکي ناسته کې د څه باندې ۲۵ هېوادونو استازو ته د داعش او دا چې نامعلومې هلیکوپټرې دوی ته وسلې لېږدوي، د معلومولو لپاره د سیمه ایزو څیړنو غوښتونکې شوی دی.
https://avapress.com/vdcb8gb8wrhb0gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته