دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۲
د مطلب کود : 160019
د يو تن ډلګي مشر په ګډون ۱۰ وسله وال مخالفين وژل شوي
د هلمند ولایت چارواکی وایی، په یاد ولایت مارجې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ايتلافي ځواکونو په هوايي برید کې د دولت د مخالفینو يو تن قوماندان (وفا) په ګډون (۶) تنه وژل شوي، (۴) د مخالفینو مرکزونه، (۲) پټنځایونه او یوه عراده ډاډسن موټر يې له منځه تللی.


د افغان  غږ(افغان غږخبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د هلمند ولایت والی دفتر نه خبر شوی خبر پانه کي راغلی دی، همدارنګه د کشفي راپورونو له مخې د وژل شويو کسانو په ډله کې د (وارث) په نوم د مخالفیونو يو مشهور غړی هم وژل شوی.
سرچنیو زیاتوی، ددې ترڅنګ افغان هوايي ځواکونو د نادعلي ولسوالۍ په شاول سیمه کې پر وسله والو مخالفینو بمبارد کړی چې په ترڅ کې يې (۴) تنه وسله وال وژلي، (۲) تنه يې ټپیان او يو شمير موټرسایکلونه يې له منځه تللي. وژل شوي کسان د قوماندان هارون او مولوي هيواد ډلې پورې مربوط نږدې ملګري و.
په خبر پانه کی راغلی، ګډو امنيتي او دفاعي ځواکونو په مارجه کې د لویو لارو د چک او کنټرول پرمهال (۴۵) کړۍ ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
خو وسله والو طالبانو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdccsxqso2bqex8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته