دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 160022
د بلخ ولایت مشرتابې په اړه راپورونه او د عطا محمد نور غبرګون
د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور د بلخ ولایت په اړه هغه راپورونه رد کړه چې ګواکې دی د بلخ ولایت له مشرتابه لاس په سر شوی دی.
ښاغلي نور په یوه بیان کې لیکلي، چې ټول هغه راپورونه بې بنسټه دي چې ګواکې د بلخ ولایت له مشرتابه لاس په سر شوی یم.
هغه وایي، تر هغه پورې چې د جمعیت اسلامي ټول شرطونه منل شوي نه وي، هیڅ کوم معامله به په پټه او یا هم روښانه توګه رامخټه نه شي.
نوموړی زیاته کړه، چې یوازې د جمعیت اسلامي مشر صلاح الدین رباني کولای شي په دې اړه وروستي پرېکړه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې په بلخ ولایت کې ځینې باورې سرچینې پرون وویل، چې د بلخ ولایت لپاره د نوی والي د ګمارنې په خاطر او د روانو لانجو د پای په موخه حکومت او جمعیت اسلامي ګوند موافقې ته رسېدلي دي.
 ارګ ماڼی او عطا محمد نور ترمنځ د بلخ ولایت د سیمه ییز حکومت پر سر لانجې له څو میاشتو راهیسې دوام درلود.
د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس عطا محمد نور ټینګار کوي چې د ملي یووالي حکومت مشران نه شي کولې دی له دندې ګوښه کړي.
نوموړی ټینګار کوي چې د بلخ د والي په توګه خپل کار ته ترهغه به دوام ورکړي چې د جمعیت اسلامي ګوند په دې اړه خپل دریځ نه دی روښانه کړی.
 
https://avapress.com/vdcgxz9qxak93z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته