دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 160027
حکمتیار د خپل ګوند ځینې جګپوړي غړي ګوښه کړل
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د دې ګوند خپل ځینې جګپوړې غړي ګوښه کړي دي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د دې ګوند خپل ځینې جګپوړې غړي ګوښه کړي دي.
د حزب اسلامي له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې وروستو تحولاتو په کتو د ګونډ درې جګپوړو غړو غړیتوب ځنډول شوي.
په ګوښه شویو کسانو کې عبدالهادي ارغندیوال، انجنیر محمد خان او ډاکټر بسیر انور شامل دي.
د خبرپاڼې په وینا، یاد کسان له نورو ګوندونو سره اړیکې درلود او په هغو کړنو او فعالیتونو بوخت وو چې د حزب اسلامي د هدفونو او غوښتنو سره په تضاد کې قرار لري.
د حزب اسلامي ګوښه شويو غړیو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ارغندیوال د حزب اسلامي له جګپوړو غړیو څخه دي او له دې وړاندې د افغانستان د اقتصاد په توګه دنده ترسره کړی دی.
انجنیر خان هم د ملي یووالي حکومت د اجرائیه ریاست د مرستیال په توګه دنده ترسره کوي او ډاکټر انور د هېواد د عدلیې وزیر په توګه د ملي یووالي حکومت په کابینه کې دنده ترسره کوي.
حزب اسلامي د خپل وروستي پرېکړې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي خو یاد ګوند وایي ګوښه شوي کسان کولای شي د یو بل ګوند په چوکاټ کې فعایت وکړي او په خپلو منځ کې یوه ګوڼد رامنځته کړي.
 حزب اسلامي دا هم ویلي چې یاد ګوند به په دې اړه کومه ستونزه ونه لري.
 
https://avapress.com/vdcb5gb8zrhb0gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته