دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۵
د مطلب کود : 160031
هلمند کې موټربم برید دوه سرحدي پولیس وژلي
د هلمند امنیتي چارواکي وايي، نن سهار شاوخوا ننهه بجې یو ځانمرګي بریدګر د چاودیدونکو توکو یو ډک موټر ته د دغه ولایت د نادعلي ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو یو مرکز سره نږدې چاودنه ورکړې، چې له امله یې لږ ترلږه دوه تنه وژل شوي.

د هلمند امنیتي چارواکو ته وویل، چې دا برید د نادعلي ولسوالۍ د تریخ ناور په سیمه د سرحدي پولیسو یو مرکز سره نه دی شوی دی.
د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې ځانمرګي برید کوونکي په دغه برید کې د مازدا لارۍ څخه کار اخیستی او سرحدي پولیسو پوستو سره یې نږدې دغه موټر ته چاودنه ور کړې.
مل پاسوال ساپي وویل " لومړني معلومات دادي، چې پېښه د مازدا موټر په وسیله ځانمرګی برید وو، چې دوه سرحدي پوليس پکې وژل شوي او یو تن پکې ټپي دی، برید ګر غوښتل چې پوستې ته ځان ورسوي چې د کمر بند د تالاشۍ سرتیرو پيژندلی او وړاندې تګ مخه يې نیولې".
خو د هلمند یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل، چې په پېښه کې تر اوسه د شپږ سرحدي پوليسو د وژل کیدو معلومات دوی ته رسیدلي دي.
تریخ ناور د نادعلي ولسوالۍ او لښګرګاه ښار ترمنځ د غځيدلي سړک پر سر پرته سیمه ده چې د افغان ځواکونو امنيتي ځواکونو پوستې پکې ځای پر ځای دي.
تر اوسه چا د دې برید مسئولیت په غاړه ندی اخیستی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgwz9qqak93z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته