کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نړیوال نامتو فزیکپوه سټیفن هاکینګ د ۷۶ کلونو په عمر مړ شو

23 حوت 1396 ساعت 14:09

د نړی تکړه او نامتو فزیکپوه سټفن هاکینګ د ۷۶ کلونو په عمر مړ شوی دی.



د ښاغلي هاکینګ کورنی او اولادونه لوسي، ټیم، او رابرټ د یوې بیان په نشرولو سره د نوموړی مړینه تائید کړه.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې نن زموږ ګران پلار په حق رسېدلی دی.
د ښاغلي هاکینګ زامنو په بیان کې لیکلي، چې د هغوي پلار ستر عالم او پیاوړی انسان و چې کار او میراث به‌یې تر ډېرو وخته ژوندي پاتې وي.
د راپورونو له مخې، ښاغلي هاکینګ د ۱۹۶۳ په میلادي کال کې کله چې ۲۲ کلن و په یوې نادرې عصبي ناروغي اخته شو او د عمر تر پایه له خبرو او په خپلو پښو له ګرځېدو پاتې شو.
خو نوموړی د فضایي تحقیقاتو په برخه کې یې زیاتې لیکنې کړي او د نړی لومړنی کس و چې د کوانټم فیزيک په څېر مشهوره علمي تیوري يې وپنځوله.
د هغه یوه مشهور کتاب «د وخت لنډ تاریخ» د ۱۹۸۸ په میلادي کال کې خپور شو چې د راپورونو پر اساس  تر اوسه ۱۰ میلیونه ټوکه پلورل شوی دی.
 


د مطلب کود: 160051

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160051/نړیوال-نامتو-فزیکپوه-سټیفن-هاکینګ-د-۷۶-کلونو-په-عمر-مړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com