کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالهادي ارغندیوال وايي له حزب‌اسلامي ګوند یې څوک نه‌شي ایستلی

23 حوت 1396 ساعت 15:16

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب‎اسلامي ډلې خپل درې پخواني غړي په داسې حال کې له ګونده ایستلي چې د افغانستان له عدلیې وزارت سره حزب‎اسلامي ګوند د ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال په نوم راجسټر دی.


ښاغلي ارغندیوال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب‎اسلامي له پرېکړې سره سره به د ګوند په چوکاټ کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او په وینا يې هېڅ‎څوک دا حق نه‎لري چې دی د حزب‎اسلامي له ګونده لیرې کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ له حزب څخه څوک نه‎شي ایستلی، موږ قانوني راجسټر یو، دا مو حزب دی او دا مو کور دی، په‎دې کې موږ قربانۍ ورکړي او موږ نه چېرته ځو دا مو حزب دی او دا به ساتو."

 
دا په داسې حال کې ده چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې تېره ورځ خپل درې تنه پخواني مهم غړي عبدالهادي ارغندیوال، انجنیر محمد خان او ډاکټر انور له ګونده ایستلي دي.
د خبرپاڼې په وینا دا پریکړه ځکه شوې چې دغه کسان له نورو ګوندونو او ائتلافونو سره تعهد لري، د هغوى تګ لارو او دريځونو ته ژمن دي او د هغوى په ګټه كار كوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د حزب‎اسلامي د اصولو له مخې هغه کسان په حزب کې خپل غړیتوب له لاسه وركوي چې له بل ګوند سره پټ يا ښکاره تعهدات ولري.
هڅه مو وکړه چې د حزب‎اسلامي د دغې پرېکړې په اړه له انجنیر محمد خان او ډاکتر انور سره هم اړیکې ونیسو، خو بریالي نه‎شو.
بل‎خوا د افغانستان د حزب‎اسلامي د مطبوعاتي ټيم غړی فضل غني حقمل ازادي راډيو ته وویل، د حزب‎اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار دی او ښاغلی ارغندیوال کولای شي چې په کوم بل نوم حزب جوړ کړي.
نوموړی زیاتوي:
"حزب‎اسلامي افغانستان له دولت سره داسې معاهده لاسلیک کړې چې دواړو لورو مشرانو پرې لاسلیک کړی، خو دا چې ارغندیوال صیب د حزب‎اسلامي په نوم فعالیت کوي له دې وروسته دا حق نه‎لري چې په‎دې نوم فعالیت وکړي، کولای شي چې په کوم بل نوم فعالیت وکړي، ځکه حزب‎اسلامي افغانستان اوږده سابقه لري او د دې ګوند مشر یا امیر محترم حکمتیار صیب دی."
خو د افغانستان د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، له دغه وزارت سره د ۷۰ نورو سیاسي ګوندونو په ګډون د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د افغانستان حزب‎اسلامي ګوند هم ثبت دی او د فعالیت جواز لري.
 
په همدې حال کې افغان سیاسي کارپوه شاه‌محمود میاخیل وايي، دا اختلافات به د حزب‎اسلامي په فعالیتونو ناوړه اغېز وکړي.
نوموړی وايي:
"له سیاسي اړخه که وګورو، طبعاً دا اختلافات به خپلې اغېزې ولري، د هغوی په مورال او کارونو به ناوړه اغېز وکړي."
دی وايي، د ګوندونو ترمنځ یووالی د هېواد په سوله او ثبات کې مهم رول لري او په وینا يې که دغه اختلافات دوام کوي، د افغانستان په سیاسي حالاتو به هم ناوړه اغېز وکړي.
 


د مطلب کود: 160065

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160065/عبدالهادي-ارغندیوال-وايي-له-حزب-اسلامي-ګوند-یې-څوک-نه-شي-ایستلی

آوا
  https://www.avapress.com