کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پوهنتونونو استادان دې علمي څېړنې وکړي- د لوړو زدکړو وزارت

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 حوت 1396 ساعت 20:46

د لوړو زدکړو وزیر د پوهنتونونو له استادانو د علمي څېړنو غوښتنه کړې؛ ځکه، چې په خبره یې د محصلینو د تحصیلي کچې له لوړولو سره مرسته کوي.


په کابل کې د علمي څېړنو په یوه کنفرانس کې د لوړو زدکړو وزیر نجیب الله خواجه عمري وویل، چې د پوهنتونونو استادان باید څېړنې وکړي، چې تحصیلي نظام  له نویو پرمختګونو او نوښتونو سره همغږی او د محصاینو تحصیلي معیار ورسره لوړ شي.
د پولتخنیک پوهنتون رييس محمد سعید کاکړ وايي، چې ښوونکیو ته سپارښتنه شوې، چې علمي څېړنې وکړي.
د نوموړي په وینا؛ د دغه کنفرانس له ملي کولو مو موخه داده، چې څانګوال پر ملي پروژو څېړنې وکړي او بیا دولت له دغو څېړنو څخه په ملي پروژو کې ګټه پورته کړي.
د لوړو زدکړو وزارت د انسجام ريیس بیا وايي، چې د علمي څېړنو لپاره بودجې ته اړتیا ده او له همدې کبله مو علمي څېړنې پیکه ښکاري.
 


د مطلب کود: 160095

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160095/د-پوهنتونونو-استادان-دې-علمي-څېړنې-وکړي-لوړو-زدکړو-وزارت

آوا
  https://www.avapress.com