دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 160119
کندهار چارواکي وايي د "ترورېستانو" ٧ کسيزه ډله يې نيولې
د کندهار ولايتي اداره وايي د "ترورېستانو" ٧ کسيزه ډله يې نيولې چې په بېلابېلو حملو کې يې لاس درلود.

ويل شوي چې دغه ډله د تېرې اوونۍ په بهير کې د ملي امنيت د ځواکونو له‎خوا نيول شوې ده.
د کندهار د والي وياند قدرت‎الله خوشبخت پرون چهارشنبه ازادي راډيو ته وويل، دغې ډلې په شاه‎وليکوټ، ميوند او خاکرېز ولسواليو کې ترورېستي فعاليتونه کول.
نوموړی وايي:
"دوى هلته پر بېسونو او د وسله‎والو ځواکونو پر پوستو وسله‎وال بريدونه کول. د دې تر څنګ يې قومي مشران او د دولت نور کار کوونکي چې هلته يې په ادارو کې کارونه کول- په چريکي بريدونو کې په نښه کول."
د والي وياند وايي، نيول شويو کسانو چې د کشفي راپورونو پر اساس نيول شوي، پر خپلو جرمونو اعتراف کړى دى.
د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه‎ده کړې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdfz0fnyt09f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته