دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۵۶
د مطلب کود : 160128
غني خېلو کې د مور او ماشوم درملنې مرکز ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
د افغانستان په ختېځ د ننګرهار ولايت په غني خېلو ولسوالۍ کې د جرمني هېواد د پاتريپ فونډيشن د ۳۹ ميلونه افغانيو په مالي لګښت د مور او ماشوم د درملنې مرکزي د مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ګټې اخيستنې په مراسمو کې د وینا پر مهال د دې روغتون د ګټې اخيستنې له امله د غني خېلو او څېرمه ولسواليو خلکو ته مبارکي ورکړه او د جرمني هېواد له مرستې څخه يې مننه وکړه، چې په دې ولسوالۍ کې يې د ۳۹ ميليونه افغانيو په لګښت د مور او ماشوم د درملنې مرکز جوړ او نن رسماً ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
نوموړی د روغتيا پالو او ولسونو ته سپارښتنه وکړه، چې د روغتون او تجهيزاتو په ساتنه کې ځانګړې پاملرنه وکړي او د ياد روغتون ډاکترانو او مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې ناروغانو سره د ښه سلوک تر څنګ د هغوی په درملنه کې لازمې هڅې تر سره کړي.
د عامه روغتيا رئیس ډاکتر نجيب الله کاموال وويل، چې دغه روغتيايي مرکز د جرمني هېواد د پاتريپ فونډيشن د ۳۹ ميلونه افغانيو په مالي لګښت په زر متره مربع ځمکه کې د يو کال په موده کې جوړ شوی دی.
نوموړي وويل، دغه روغتيايي مرکز، پنځوس بسترونه، ۲۳ اطاقونه، څلور عمليات خونې، مجهز تجهيزات، اوبو سيستم او نور اړونده ملحقات لري.
هغه ډاډ څرګند کړ، چې ډېر ژر به په يو شمېر نورو سيمو کې هم ورته مرکزونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
 
https://avapress.com/vdcdxz0fjyt09f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته