دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۵
د مطلب کود : 160137
اروپایي ټولنې ویلي طالبان باید موکه له لاسه ورنه کړي
د افغانستان لپاره اروپايي ټولنې ځانګړي استول شوي استازي له ټولو هغو هیوادنو او سازمانونو چې له طالبانو سره په اړیکه کې دي غوښتي چې دغه ډله سولې کولو ته حاضره کړي.

د اروپايي ټولنې دغه لوړ پوړې چارواکی طالبانو ته د ولسمشر غني د سولې طرحه تر ټولو ښه وړاندیز بللی او ویلي یې دي چې طالبان باید دا موکه له لاسه ورنه کړي.
هغه له طالبانو هم غوښتي چې دغه فرصت له لاسه ورنکړي او د افغان حکومت سره خبرې وکړي.
رولاند کوبیاله خپل چیني سیال سره په لیدنه کې له طالبانو غوښتي، چې د ولسمشر اشرف غني د سولې وړاندیز ومني.
هغه ویلي: "زه فکر کوم هغه څه چې د ډيرو هیوادونو لپاره مهم دي هغه طالبانو سره د اړیکو ټینګول دي، خوکوم څه چې ډير مهم دي هغه دادي چې کوم هیوادونه چې له طالبانو سره اړیکې لري دوی سولې ته وهڅوي او دوی په دې پوه کړي چې د افغان حکومت د سولې وړاندیز ورته تر ټولو ښه وړاندیز دی. ولسمشر غني تر اوسه داسې روښمانه او له مخکې شرط پرته وړاندیز نه در درلودلی."
هغه له طالبانو غوښتي چېله رامنځته شوې موکې څخه چې ډير ژر به تیره شي، ګټه پورته کړي.
رولاند کوبیا زیاته کړې: "په داسې سناریو کې، فرصتونه ډير زر پای ته رسیږي. زه فکر کوم چې افغان حکومت، طالبان او د بیلابیلو هیوادونو خلک باید ملي ګټو ته ترجیح ورکوي، له دې امله طالبانو ته د سولې وړاندیز به یو لنډ فرصت وي."
افغان حکومت د کابل د بهیر په دویمه ناسته کې طالبانو ته خپل د سولې وړاندیز وکړ، چې د نړۍ د زیات شمیر هیوادونو او نړیوالو بنسټونو له خوا یې ملاتړ وشي.
د حکومت د سولې د ړواندیزونو په منځ کې د طالبانو د بندیانو خوشې کیدل، پر اساسي قانون بیا کتنه، طالبان د یوې سیاسي ډلې په توګه پیژندل، ټاکنو کې د طالبانو ګډون اوهیواد کې دجګړې پای ته رسول هم شامل و.
وسله والو طالبانو د حکومت د سولې دغه وړاندیز د ځان لپاره یوه توطیه بللې او ویلي یې دي چې دوی حاضر دي چې له امریکایي چارواکو سره مخامخ خبرې وکړي.
 
https://avapress.com/vdcdsz0f5yt09f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته