دخپریدو نیټه :جمعه ۲۵ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 160174
امریکا پوځ پلان د کابل ښار امنیت لپاره
په افغانستان کې ناتو ماموریت او امریکا پوځ قوماندان جنرال نیکولسن وایی، د کابل ښار د امنیت ساتلو لپاره افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو سره ائتلافی ځواکونه هڅې پیل کړی دی.
 
جنرال نېکولسن وویل چې د امریکا استخبارتو ادارې په کابل ښار د امنیت لپاره د ټیګښت لپاره د نقشې جوړولو په برخه کې مرستې کوي تر څو افغان پوځ او پولیس ځواکونه وکلای شوي د منظمو امنیتي موانعو او پوستو د جوړولو په برخه کې ترې کار واخلي.
د جنرال نېکولسن په وینا، د کابل په لرو پرتو سیمو کې پوځي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي او د امنیتي پوستو د ساتلو لپاره د ځانګړو پوځیانو د روزنې بهیر هم دوام لري.
هغه وویل، هدف دا دی چې د کابل په منځ او څنډو کې امنیتي حلقې جوړې شي او د امریکا پوځ نوي سلاکاران به له افغان پوځ سره د کابل ښار امنیت د ساتنې په برخه مرسته وکړي.
د امریکا پوځ قوماندان دا هم وویل، چې کومانډو ځواکونه به د استخباراتي معلوماتو پر اساس د ښار په بېلو بېلو سیمو کې عملیات ترسره کړي.
جنرال نېکولسن وایي، طالبان په ښار کې حضور لری او باید دا عملیاتونه پلې شي.
https://avapress.com/vdcef78zejh8pzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته