دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 160192
وزیري: افغان پوځ اجازه لري چې د پاکستان راکټي حملو ته بالمثل ځواب ورکړي
له تېرو څو ورځو راهيسې د افغانستان پر خاوره د پاکستاني ځواکونو راکټي حملې زیاتې شوي دي.
د کونړ ولايت چارواکي وايي، د جمعې په ماښام د دې ولايت پر دانګام ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو په راکټي حملو کې يو کس ټپي شوی او لسګونو نور بېځايه شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د افغانستان سرحدي قواوو ته اجازه ورکړل شوې ده چې د پاکستان راکټي حملو ته ورته ځواب ووايي.
د افغانستان دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري تېره شپه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې په کونړ ولايت کې چارواکو په دانګام ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو د راکټي حملو په اړه خبر ورکړی دی.
د ښاغلي وزیري په وينا، افغان ځواکونه د دفاع وزارت امر اخيستلو ته اړتيا نه لري بلکې ورته اجازه ورکړه شوې ده چې که پاکستاني ځواکونه د افغانستان په خاوره کې دننه هر ډول راکټي حملې کوي، بايد ورته متقابل ځواب ورکړي.
دولت وزیري
نوموړي زیاته کړه:"افغان ځواکونو ته ويل شوي چې له هرې خوا چې حمله کيږي، ورته ځواب دې ورکړي، هېڅ ډول امر ته اړتیا نه لري او بايد حملو ته متقابل ځواب ووايي."
د افغانستان د دفاع وزارت وياند همداراز وويل چې د افغانستان پر خاوره د پاکستان د راکټي حملو موضوع له ملګرو ملتونو، امریکا او ناټو سره شريکه شوې ده او افغان دولت همداراز له اسلام اباده هم غوښتي چې د داسې حملو مخه ونيسي.
د دولت وزيري په وينا پاکستان اوسمهال د نړيوالو تر فشار لاندې دی او د افغانستان پر خاوره د حملو دوام ښايي پر دغه هېواد فشارونه زیات کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کونړ ولایت چارواکي وايي، پر دغه ولايت د پاکستان راکټي حملې په دې وروستيو کې زیاتې شوي دي.
د کونړ د والي مرستيال ګل محمد بېدار د جمعې په ماښام ازادي راډیو ته وويل چې د جمعې د ماښام په راکټي حمله کې چې د ډيورند کرښې له ابلې غاړې د کونړ ولايت پر دانګام ولسوالي وشوه، يو کس ټپي شو او لسګونه نور د خپلو کورو پرېښودلو ته اړ شول.
ګل محمد بېدار وويل:د پاکستان پولې ته نېږدې په دانګام ولسوالۍ کې پاکستان شا او خوا دوه نيم سوه راکټونه ويشتلي چې په نتيجه کې يې يو کس ټپي شوی او شا او خوا پنځوس کورنۍ کورو پرېښودو ته اړې شوي دي."
خو د کونړ د والي مرستيال او د افغانستان د دفاع وزارت وياند پر دانګام ولسوالۍ د جمعې په شپه د پاکستان د راکټي حملو په غبرګون کې د افغان سرتېرو د اقدام په اړه څه ونه ويل.
پاکستاني ځواکونه له تېرو څو کلونو راهيسې د افغانستان پر خاوره راکټي حملې کوي چې په نتيجه کې يې تر اوسه لسګونه کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي او سلګونو نور بې ځايه شوي دي.
https://avapress.com/vdceo78zwjh8pzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته