د کونړ ولايت چارواکي وايي، د جمعې په ماښام د دې ولايت پر دانګام ولسوالۍ د
پاکستان راکتی بریدونو له امله یو کس ټپي شوی او په لسګونه نور بی ځایه شوی.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د افغانستان سرحدي قواوو ته اجازه ورکړل شوې ده چې د پاکستان راکټي حملو ته ورته ځواب ووايي.
د افغانستان دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري تېره شپه په یو خبری ناسته کې وويل چې په کونړ ولايت کې چارواکو په دانګام ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو د راکټي حملو په اړه خبر ورکړی دی.
د ښاغلي وزیري په وينا، افغان ځواکونه د دفاع وزارت امر اخيستلو ته اړتيا نه لري بلکې ورته اجازه ورکړه شوې ده چې که پاکستاني ځواکونه د افغانستان په خاوره کې دننه هر ډول راکټي حملې کوي، بايد ورته متقابل ځواب ورکړي.