سعودي ولیعهد شهزاده محمدبن سلمان پرون پنجشنبه په یوه ټلوېزیوني مرکه کې وویل چې که ایران اټمي وسله جوړه کړي، نو سعودي عربستان به هم همدا کار وکړي.
ایران په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د نړۍ له پیاوړو قدرتونو سره یوه موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې دا هېواد د اټمي وسلو د جوړولو اجازه نهلري او همدا راز د یو لړ امتیازونو په بدل کې د خپل اټمي پروګرام د محدودولو ژمنه یې وکړه.
ایران تل ویلي چې د اټمي وسلو د جوړولو پلان نهلري، خو وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ وکړ چې له ایران سره اټمي موافقه به فسخ کړي، نو تهران په غبرګون کې وویل، که دا موافقه فسخ شي، نو د اټمي موافقې د اصولو په رعایتولو به مکلف نهوي.
سعودي ولیعهد وویل چې سعودي عربستان نه غواړي چې اټمي بم ولري، خو که ایران اټمي بم جوړ کړي، نو د ده هېواد به هم بې له شکه او سمدستي د اټمي بم د جوړولو هڅه وکړي.