د اسوشیتید پرس اژانس ویلي چې دا چاودنه د افغان طالبانو د یو پلوي ملا په کور شوې ده، خو ددې کورنۍ د یو خپلوان خیرمحمد په چاودنه کې د کورنۍ څښتن عبدل جوګیزی، د هغه څلور زامن ملا حبیب الله، عصمت الله، نقیب الله، رحمت الله، یوه لمسۍ او لمسی وژل شوي دي.
د بلوچستان ولایت یو سیمه ییز چارواکي شفقت شاولي ویلي چې د کلا سیف الله په چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په گډون لس تنه ټپیان شوي هم دي. د ملا حبیب الله خان یو خپلوان خیرمحمد ویلي چې هغه د پاکستان د طالبانو تحریک غړی و.
ځایي خلک وایي ملا حبیب الله چې په چاودنه کې وژل شوی، د افغان طالبانو پلوي و او کله نا کله به یې افغانستان ته تګ راتګ هم کاوه.
د کلاسیف الله یو پولیس چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، ویلي دي چې د عبدل جوګیزي زامن اکثر د لوی بند او بادیني سیمې له لارې افغانستان ته تلل او د هغه په وینا تېره شپه یې هم په ټراکټور کې کې چاودېدونکي مواد بارول چې ورباندې وچاودېدل، خو د کورنۍ خلک یې دا خبره ردوي او وایي چې پر کور یې له پاسه توغندی لګېدلی.
کلاسیف الله د ږوب او لورالای ترمنځ پرته سیمه ده، چې ځینې برخې یې له ډیورنډ کرښې سره هم لګېدلې دي.