کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل برید د دوو ملکي کسانو ژوند واخیست

26 حوت 1396 ساعت 10:44

د کابل په نهمه حوزه کې ځانمرګی برید شوی دی، چارواکي وايي چې په دې پېښه کې دوه تنو ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی


د کابل نهمې حوزې په سیمه کې نن سهار(د کب۲۶مه) د ځانمرګي برید راپور ورکړل شو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش هم پېښه سره تائيد کړه او زیاتوي چې په دې پېښه کې دوه تنو ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپیان دي.
دا پېښه د کابل د نهمې حوزې په دسپيچري سیمه کې شوې.
ده زیاته کړه چې د برید موخه تر اوسه نه ده څرګنده او زیاته یې کړه چې څېړنې روانې دي.
دا چاودنه د یوه امنیتي شرکت ته نېږدې شوې ده.


د مطلب کود: 160201

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160201/د-کابل-برید-دوو-ملکي-کسانو-ژوند-واخیست

آوا
  https://www.avapress.com