دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۹
د مطلب کود : 160218
برازیل د ساحلي فوټبال یوه افغان لوبغاړي ته د روزونکي سند ورکړی
د افغانستان د فوټبال فدراسيون وايي، د افغانستان د ساحلي فوټبال د ملي ټيم یو لوبغاړی توانېدلی چې له برازيل څخه په دې رشته کې روزونکی سند تر لاسه کړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون پر خپله رسمي فيسبوک پاڼه اعلاميه خپره کړې چې وايي، حضرت ګل باران د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي ټيم لوبغاړی او د فوټبال فدراسیون د ساحلي فټبال کمېټې مسئول پاته شوی.
ده د ساحلي فوټبال په بېلابېلو برخو کې په برازیل کې زده کړې کړي دي.
له دې سره چې افغانستان ساحل نه لري، خو د افغانستان ساحلي ملي فوټبال ټيم د اسيا په ۵۲ ساحلي فوټبال ټيمونو کې لسم مقام لري.
ساحلي فوټبال وروسته له هغه په افغانستان کې مينه وال پيدا کړل چې په ۲۰۱۳مېلادي کال کې د ساحلي فوټبال ملي ټيم په خپله لومړۍ نړيواله لوبه کې د قطر ساحلي فوټبال ټيم ته ماتې ورکړه.
https://avapress.com/vdcdfz0fjyt09x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته