دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۳۵
د مطلب کود : 160226
د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې تر ۵۰ زیات ترهګر وژل شوي
د تېرو څلورویشتو ساعتونو په اوږدو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او هوایي بریدونو په پایله کې ۵۱ ترهګر وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، برید جنرال محمد رادمنش، د شنبې په ورځ د روان کال د کب په ۲۶ مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل:" د وژل شویو ترهګرو له ډلې، ۲۰ ترهګر د ارزګان ولایت په چورې ولسوالۍ، ۱۳ ترهګر د هلمند په ناد علي او مارجې ولسوالیو، ۷ ترهګر د فاریاب په شیرین تګاب ولسوالۍ، ۷ داعشیان د ننګرهار په پچیراګام او ده بالا ولسوالیو، ۳ ترهګر د غزني په آب بند ولسوالۍ او یو داعشی د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې وژل شوي دي. د یادو عملیاتو پر مهال ۸ ترهګر ټپيان شوي هم دي.
 
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند زیاته کړه، د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم لخوا ۱۰۵ کړۍ ماینونه چې د دښمنانو لخوا د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.
 
هغه زیاته کړه، همدا اوس په ۱۰ ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا ۱۲ تعرضي عملیات روان دي او همداراز کومانډو ځواکونو هم په یو شمېر ولایتونو کې ۶۵ تهاجمي عملیات تر سره کړي دي. په همدې حال کې د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه هم ۲۰ هوایي بریدونه شوي دي.
 
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، ننګرهار، کونړ، بادغیس، فراه، فاریاب، کندهار، نیمروز، غزني او هلمند کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو علمیات بریالي وبلل او زیاته یې کړه، چې یاد عملیات په بریالیتوب سره پر مخ روان دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccixqse2bqei8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته