دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۰۳
د مطلب کود : 160245
جوزجان کې هوایي بریدونه ۴۸ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې
د افغانستان په شمال جوزجان ولایت کې د امریکایي ځواکونو د هوایي بریدونو په ترڅ کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو ۳۵ غړي وژل شوي.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، د داعشیانو پر خلاف تازه هوایي بریدونه د قوش تپې او درزاب ولسوالیو په مربوطاتو کې ترسره شوي.
د سرچینې په وینا، په دغو هوایي بریدونو کې د داعش دیار لس غړي ټپیان هم شوي دي.
شاهین قول اردو وایي، په ورته وخت کې د امریکا او افغان پوځ ځانګړو ځواکونو د قوش تپې ولسوالی کې په مربوطاتو کې ځانګړي عملیات ترسره کړل چې په ترڅ کې د داعش یو مهم غړي نیول شوی دی.
د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې د داعشیانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په بیېلا بېلو سیمو کې د داعشیانو او نورو ترهګرو او وسله والو ډلو پر وړاندې چاڼیز عملیات او هوایي بریدونه دوام لري.
د افغانستان و جنوبي اسیا لپاره د نوې ستراتيژي تر اعلان وروسته د امریکایي ځواکونو په هوایي بریدونو کې هم د پام وړ زیاتوالي راغلي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdoz0fkyt09x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته