دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۳۹
د مطلب کود : 160252
د کابل ښار د لا ښه ډاډمن امنیت په موخه باید له هیڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونشي
دا څرګندونې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال مراد علي مراد نن د کابل ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ له مسولینو سره په یوه ستره غونډه کې وکړې.
 

ښاغلي مراد د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ مسوولینو ته په خطاب کې وویل:
"دا چې په دندو کې بدلونونه، ټاکنې او کاري ارزونه یو اصل دی نو د کورنیو چارو وزارت مشرتابه پلاوي د کابل ښار د لا ښه ډاډمن امنیت خوندیتوب په موخه د ازادو سیالیو له لیارې د کابل ۱۰۱ اسمايي زون په قوماندانۍ کې د پام وړ اصللاحات رامنځته کړي څو ستاسې په څېر باظرفیته، مسلکي او بادرکه مسوولین د خپلو خلکو د خوندي امنیت په موخه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي."
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د کابل ښار امنیتي حوزو مسوولینو کړنې او لاسته راوړنې وستایلې او له ټولو امنیتي حوزو مسوولینو څخه یې وغوښتل چې د خپلو کاري چارو د لا ښه ترسراوي په موخه دې لومړی په خپل منځ، بیا د کابل ګارنیزون قوماندانۍ او د کابل ملي امنیت ریاست سره د یوې لا ښې کلکې همغږۍ فضا رامنځته کړي او د ټولو غیرې مسوله وسله والو ډلو، غیرې قانوني وسلو او د ترهګرو د شومو پلانونو د مخ نیوي په موخه دې جدي ګامورنه پورته کړي.
ورپسې د کابل ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ سرپرست مل پاسوال محمد داود امین او د یادې قوماندانۍ د جنايي څېړنو رئیس مل پاسوال محمد سالم الماس د کورنیو چارو وزارت مشرتابه پلاوي څخه مننه وکړه چې د کابل ښار د لا ښه او ډاډمن امنیت په موخه یې درې مهم کمربندونه جوړ کړي او ټولو مسوولینو ته یې د ښار د لا ډاډمن امنیت په موخه جدي سپارښتنې کړي.
د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ سرپرست د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ته ډاډ ورکړ چې ټولې امنیتي حوزې یې د پوره همغږۍ له مخې خپل کلک امنیتي چمتوالی لري او په دې وروستیو کې یې یو شمېر پر نشه يي توکو روږدي کسان هم چې د جرایمو په مخ نیوي کې ستر رول لري راټول کړي او د درملنې په موخه یې د عامې روغتیا وزارت ته سپارلي دي.
دغه راز د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ اړوند امنیتي حوزو آمرینو په استازیتوب د نهمې امنیتي حوزې آمر سمونوال بسم الله تابان هم خبرې وکړې او د کابل ښار د لا ډاډمن امنیت په موخه یې د امنیتي حوزو یو شمېر وړاندیزونه د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین  سره شریک کړل.
په پای کې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د کابل ښار د لا ډاډمن امنیت په موخه جوړه شوې غونډه جم بندي کړه او د یو لړ مشکلاتو د حل په موخه یې اړونده مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbsgb85rhb05p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته