دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 160259
د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د ۵۳۰ تروریستانو وژل کیدنه
د داخله وزارت وایی چی په تیرو اونۍ کې تروریستانو ته درنه مرګژوبله اوښتي او ۵۳۰ تنه وسله د هیواد په بیلابیلو سیمو کې وژل شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، داخله وزارت نن د یو خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چی امنیتی او دفاعی ځواکونه  د تیر اونۍ په لړ کې ۱۰۱ مشترک عملیات برنامه ریزی کړی چی هیواد بیلابیلو سیمو کې تروریستانو ته مرګژوبله اړولی دی.
ددی وزارت په وینا، دا عملیاتونه په میدان وردک، لوګر، قندهار، ارزګان، هلمند، غور، فراه، فاریاب، جوزجان، قندوز، بدخشان، پروان، کاپیسا، ننګرهار، پکتیا او پکتیکا او غزنی کې رامنځته شوی دی.
د داخلی وزارت وایی چی ددی علمیات په نتیجه کې، ۵۳۰ تنه تروریستان وژل شوی، ۳۴۴ تنه ټپیان شوی او ۳۷ تنه نور نیول شوي دی.
په دی عملیاتونو کې ځینی مهمات هم د دولت لاسته ورغلی دی.
 
 
https://avapress.com/vdciwuaz3t1aqr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته