دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۱۳
د مطلب کود : 160264
امریکا د طالبانو په تړاو پاکستان ته یو ځل بیا سخت خبرداری ورکړ
د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو حکومت له وسله والو طالبانو سره د مرستې او په افغانستان کې د بریدونو په تړاو اسلام اباد ته سخت خبرداری ورکړی دی.
پاکستاني چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د امریکا ولسمشر مرستیال مایک پنس د پاکستان له لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي سره د کتنې پر مهال ویلي، چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرتو امنیت د ساتنې په موخه واشنګټن چمتو دی د اړتیا وړ ګامونه پورته کړي.
چارواکي زیاتوي، چې ښاغلي پنس له ښاغلي حقاني سره د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتيژي په اړه هم خبرې وکړې.
په همدې حال کې د امریکا متحده ایالتونو حکومت چارواکو رسنیو ته ویلي، د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتيژي له اعلان څخه شپږ میاشتې تیريږي خو پاکستان تر اوسه هغه ګامونه نه دی پورته کړي چې امریکا غواړي.
د چاواکو په وینا، امریکا له پاکستان څخه د ترهګرو پر ضد د همکاریو تمه لري خو واشنګټن چمتو دی چې په خپله اقدامات وکي که چیرې پاکستان له همکاریو ډډه وکړي.
امریکايي چارواکو ویلي، چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنوبي اسیا لپاره د نوې ستراتيژي د پلي کولو په برخه کې پر پرمختګونو جدي څارني لري او د پاکستان له اقداماتو څخه خوښ نه دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcep78zejh8pwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته