دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 160265
ننګرهار کې له افغان ځواکونو سره نښته کې د ۴وسله‎والو وژل کېدل
د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي تېره ورځ په غني خیلو ولسوالۍ کې هغه مهال څلور طالب وسله‎وال ووژل شول چې غوښتل یې د تورخم ـ جلال آباد په لویه لار برید وکړي.
ښاغلی سنګین زیاتوي چې طالب وسله‎والو افغاني دود ته درناوی نه کوي آن د خپلو خویندو او میندو له کالیو ترهګریزو بریدونو کې کار اخلي چې کله موږ پر خپلو هېوادوالو خویندو شک کوو ځکه ترهګرو یې کالي بې عزته کړي دي، په قرآن کریم کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کوي ورته درناوی نه کوي
 
د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي تېره ورځ (شنبې د کب۲۶مه) په غني خیلو ولسوالۍ کې هغه مهال څلور طالب وسله‎وال ووژل شول چې غوښتل یې د تورخم ـ جلال آباد په لویه لار برید وکړي.
د سیلاب۲۰۱ قول اردو چارواکي وایي چې د دې نښتو په ترځ کې چې څو ساعته یې دوام وکړ درې طالب وسله‎وال نیول شوي هم دي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو پوځیان وايي، د برید پر مهال درې طالبان چې ښځینه جامې یې پر تن وې د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول.
د دوهمې پلې لوا قومندان، محمد نسیم سنګین څرګندوي:«وسله والو غوښتل چې پر تورخم جلال آباد لارې برید وکړي او د ملي اردو له ګزمې سره مخامخ شول او په نښته کې څلور ته ووژل شول او درې تنه یې ونیول شول. او یو شمېر یې د خپلو مشرانو په خبره د خپلې خور او مور کالي اغوندي او دا کار ورته شرم دی، چې کله کله موږ پر خپلو هېوادوالو خویندو میندو هم شک کوو چې ښايي ترهګر وي ځکه دا ترهګر افغاني دود ته هم درناوی نه کوي.»
د ملي پوځ دغه جنرال وایي، په دغه برید کې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvxdytw6dv0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته