دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 160271
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د بریتانیا له دفاع وزیر سره وکتل
د بریتانیا دفاع وزیر ګوین ویلیامسون وویل، ځواکونه به یې په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي او له ترهګرو سره په مبارزه کې به د افغان ځواکونو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

ویلیامسون پرون شنبه په کابل کې له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره وکتل.
اجرائیه ریاست په خبرپاڼه کې ویلي دي چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان پر اړیکو او سولې ته د رسېدو پر لارو چارو خبرې وکړې.
بریتانیا په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې پنځه سوه سرتېرې لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmxqss2bqei8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته