دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 160273
چاودونو خوست او غور کې ۳ ماشومان وژلي او ۱۴ یې ټپیان کړي
د خوست او غور په ولایتونو کې امنیتي چارواکي وايي، تیره ورځ په دغو دوو ولایتونو کې په چادونو کې درې ماشومان وژل شوي او څوارلس نور ټپیان شوي دي.

د خوست ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د چاودېدونکو موادو د چاودنې له کبله د يوې دينې مدرسې دوه زده کوونکي وژل شوي او نهه نور ماشومان ټپيان شوي دي.
د خوست د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر امريکاغږ ته وويل، چې دغه چاودونه پرون مازديګر مهال د دغې ولسوالۍ د سپين کاڼ په سيمه کې د يوې ديني مدرسې مخې ته پر ماشومانو شوې ده.
د خوست د امنیې قوماندانۍ وايي چې تر اوسه يې د پېښې د څرنګوالي په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه کړي خو د لومړنيو معلوماتو له مخې ويل کیږي، چې پېښه د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله شوې ده.
په ورته وخت کې په ځينو نورو راپورونو کې د سيمې خلکو ويلي چې په دې پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي، خو امنيتي چارواکي دا شمېر نه تاييدوي.
په چاودنه کې ټپيان شوي ماشومان د خوست ښار بېلابېلو روغتونونو ته انتقال شوي او تر درملنې لاندې دي.
د بلې خوا تیره ورځ د غور ولایت "تیوره" ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د غور ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند اقبال نظامي امریکا غږ اشنا راډیو ته د دې پیښې په اړه وویل، چې د شنبې په مازیګر د "تیوره" ولسوالۍ د پای حصار په کلي کې پر هغو ماشومانو باندې د سړک د غاړې ماین چاودلی، چې په دغه سیمه کې یې رمه پول.
ښاغلي نظامي وویل په چاودنه کې یو اته کلن ماشوم وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcef78zxjh8pwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته