دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۷
د مطلب کود : 160277
کابل: په یوه ښوونځي کې یو تن بریدګر ووژل شو
په پلازمېنه کابل ښار کې شیبې وړاندې یو تن بریدګر هغه مهال ووژل شو کله چې غوښتل یې په یوه ښوونځي برید ترسره کړي.

امنیتي سرچینې وایي، پیښه د دیار لسمې امنیتي حوزې به مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاتوي، چې د یوې ښوونځي زده کوونکي چې غوښتل یې په ښوونځي د لاسي بم په مرسته برید ترسره کړي، په چاودنه کې ووژل شو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciyuazyt1aqr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته