د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د دې پروژو په عملي کېدو سره ۲۲۰ زره جریبه ځمکې ته اوبه رسېدلي او شااوخوا ۲۰۰۰ کورنیو ترې ګټه اخیستې ده.
ښاغلي رستمي همداراز وویل، ټاکل شوې چې په راتلونکي لمریز کال کې هم د "اوبه په کرونده کې" پروګرام له لارې چې د نړیوال بانک په مرسته پرمخ وړل کېږي، د یو ميلیارد او ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اوبو رسولو یو شمېر پروژې پلې شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)