کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کاناډا افغان مور د لوڼو د وژلو په جرم شړي

27 حوت 1396 ساعت 17:04

طوبا یحیا او میړه یې تورن دي چې نږدې نهه کاله وړاندې یې خپلې درې لوڼې ووژلې.


۴۸ کلنه طوبا محمد یحیا چې د خپلو دریو لوڼو د وژلو په جرم یې نږدې نهه کاله په زندان کې تیري کړي، اوس له کاناډا نه شړل کيږي. طوبا د کاناډا د دایمې اقامت اسناد لرل خو د کاناډا د کډوالۍ د چارو وزارت باطل اعلان کړي.
میرمن یحیا اوسمهال د کاناډا د کیوبګ په زندان کې ده او چارواکي وایي د حبس د مودې له بشپړیدلو سره سم به یې له دغه هېواد نه وشړي.
طوبا،‌ میړه یې محمد شفیع او زوی یې حمید په ۲۰۱۲ کال کې د خپلو دریو لورګانو زینب (۱۹ کلنه)، سحر (۱۷ کلنه) او ګیتي (۱۳ کلنه) په "ناموسي وژلو" محکوم شول.
پر دې سربېره دوی دواړه د رڼا امیر محمد، چې د محمد شفیع لومړنۍ ښځه وه، په وژلو هم تورن دي.
د دغو دریو نجونو او ښځې مړي په ۲۰۱۲ کل کې د کاناډا د اونتایرو د کینګز ټاون په کانال کې وموندل شول. چارواکي وايي دوی ځکه ووژل شوې چې د خپلې کورنۍ "دود او دستور ته یې پام نه کاوه او کورنۍ یې هم له دغه شرم نه ځان خلاص کړ."
د کاناډا د نیوز ویبسایټ وايي داسي ویل کیږي چې دا څلور واړه لومړی بې هوښه کړل شوي، بیا وژل شوې دي او بیا یې مړي له موټر سره یو ځای سیند ته غورځول شوي دي.


د مطلب کود: 160300

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160300/کاناډا-افغان-مور-د-لوڼو-وژلو-په-جرم-شړي

آوا
  https://www.avapress.com