کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: په هلمند کې ۱۹وسله وال طالبان وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 حوت 1396 ساعت 18:04

د ٢١۵ ميوند قول اردو چارواکي وايي، افغان او بهرنيو هوايي ځواکونو د هلمند په څو ولسواليو کې د هوايي حملو په نتيجه کې ١٩ دولت ضد وسله وال وژلي دي.


د دغه قول اردو په نننۍ په اعلاميه کې ويل شوي چې بهرنيو ځواکونو د ګريشک، مارجې او سنګين ولسواليو په مربوطاتو کې هوايي عمليات کړي چې ١۵ افراطي وسله وال په کې وژل شوي دي.
په اعلاميه کې ويل شوي چې افغان هوايي ځواک بيا په مارجې کې پوځي عمليات کړي، چې ۴ وسله وال هلته وژل شوي دي.
د دغو عملياتو په نتيجه کې د يوې اندازې وسلو او مهماتو د نيول کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.
د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې.
 


د مطلب کود: 160312

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160312/چارواکي-په-هلمند-کې-۱۹وسله-وال-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com