دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۵۳
د مطلب کود : 160317
د چابهار بندر د فعالولو لپاره دې اړونده هېوادونه عملي ګامونه چټک کړي
نن له غرمې وروسته مې د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز له لوري د چابهار بندر په اړه د شوې تازه څېړنې په پرانستغونډه کې ګډون وکړ او دغه تحقیق مې ارزښتمن وباله.
چابهار د افغانستان، ایران او هند د خلکو لپاره یوه اغېزمنه پروژه ده چې دغو هېوادونو یې له پخوا څخه د عملي کېدو هیله درلوده.
د چابهار بندر په فعالولو سره به د دریو واړو هېوادونو د خلکو په ژوند او سوداګرۍ کې اساسي بدلون راشي او په دې برخه کې د درې واړو هېوادونو عملي اقدامات د راتلونکي لپاره هیله مندي ډېروي.
خو یوازې چابهار د افغانستان ستونزه نشي کولای، بلکې دوی هیله لري چې پاکستان هم په ټرانزیټي، اقتصادي او سوداګریزه برخه کې ستونزې رفع او د ګډو ګټو پر اساس اقدامات غوره کړي.
افغانستان تل هڅه کړې چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر وړاندې ستونزې راکمې، خنډونه له منځه یوسي، سهولتونه ایجاد کړي؛ خو له بده مرغه په پاکستان کې د خنډونو او ستونزو له رامنځته کېدو افغان سوداګري، صنعت او په افغانستان کې رامنځته شويو تولیداتو زیان لیدلی دی.
د ملي یووالي حکومت د کورنیو تولیداتو او صنعت د ودې لپاره هڅې کړې او کوښښ کوي چې په هېواد کې بهرنیو پانګوالو ته د پانګوالۍ زمینه برابره کړي؛ خو په دې برخه کې شوې هڅې کافي نه دي
https://avapress.com/vdcdfz0f5yt09s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته