کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند: د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۱۹ وسله وال وژل شوي

28 حوت 1396 ساعت 11:44

په سوېل هلمند ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي، د افغان او بهرنیو ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه نهه لس تنه وسله وال وژل شوي.


چارواکي زیاتوي، چې د وسله والو پر خلاف تازه عملیات د نهر سراج، سنګین او مارجې ولسوالی په مربوطاتو کې ترسره شوي.
د هلمند ولایت مقام هم په یوه بیان کې لیکلي، چې په مارجې ولسوالۍ کې افغان هوايي ځواکونو وسله وال ترهګر په نښه کړي چې په ترڅ کې يې ۴ تنه وژل شوي ۱ میل پيکا ۱ میل راکټ او ۴ میله کلاشینکوف د ملي اردو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې همدارنګه د هملند ولایت په نهرسراج، مارجې او د سنګين ولسوالۍ ۶۱۱ شاهراه پورې اړوندو سیمو کې بهرنيو هوايي ځواکونو ۱۵  تنه وسله وال طالبان وژلي او ۱  تن يې ټپي شوی دی.
د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د هلمند ولایت او یو شمېر نورو ولایتونو کې د دولت ضد وسله والو پر وړاندې چاڼیز عملیات او هوایي بریدونه دوام لري په داسې حال کې چې د دولت ضد وسله والې ډلې هڅې کوي ترڅو د هېواد په یو شمېر مهمو سیمو کې خپل ترهګریز بریدونه ګړندي کړي.
 


د مطلب کود: 160330

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160330/هلمند-د-افغان-او-بهرنیو-ځواکونو-په-ګډو-عملیاتو-کې-۱۹-وسله-وال-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com