دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۶
د مطلب کود : 160334
د کابل لپاره د برېښنا د لېږد مزو د خلاصولو په هکله د طالبانو شرطونه
په افغانستان کې د طالبانو وسله والې ډلې د کابل ولایت لپاره د برېښنا د لېږد مزو د پرې کولو مسئولیت په غاړه اخیستی دی.
د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په کابل باندې د وارداتي برېښنا مزې د کندز او بغلان ولایتونو په هکله د افغان حکومت د وروستي پرېکړې په غبرګون کې پرې شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په کابل باندې د وارداتې برېښنا مزې به تر هغه قطع وي، چې افغان حکمت د کندز او بغلان ولایتونو لپاره عام المنعفه او د نورو پروژو چارې پیل نه دي شوي.
د کابل ولایت لپاره د برېښنا د لېږد مزو د بېته خلاصولو لپاره د طالبانو په شرطنامه کې راغلي دي، چې د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ اړوند د بريښنا ستونزه باید هر ژر حل شي، د برق مزي ترميم او برق يې بیرته تقويه کړل شي، د ګل تيپې د ساحې د برق مشکل دې فعلا داسې حل شي چې د تلوکی له سیمې څخه ورته بريښنا ورسول شي، کله که د بريښنا په شبکه کې کوم مشکل رامنځته کیږي باید په عاجل ډول رسیدګي ورته وشي او ستونزه رفعه شي، او د پلخمري ولسوالۍ د دهنه غوري سیمې برق قطع شوي باید د خواجه الوان سیمې څخه بیرته بريښنا ورکړل شي.
وسله والو طالبانو دا هم ویلي، چې د عمر خیلو اکا خیلو د سیمو د بريښنا رسولو منظوري ورکړل شوي، خو د کار مخه يې نیول شوي باید عاجل اجازه ورکړل شي، د بالادوري مکتب او بي بي آئینه سیمو کې د ټرانسپرمرونو او لینونو ستونزې پيدا شوي چې باید حل کړل شي، او په هغو سیمو څخه چې ټرانسپرمرونه د ترمیم لپاره وړل شوي باید ترمیم او بیرته خپلو سیموته ورسول شي.
 
https://avapress.com/vdcc1xqs02bqe18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته